ذبیح الله مجاهد: نیږدې راتلونکي کې به د انجونو د زده کړو مسئله حل شي.

ذبیح الله مجاهد: نیږدې راتلونکي کې به د انجونو د زده کړو مسئله حل شي.
7 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي: چې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه کار په چټکۍ سره روان دی او په نږدې راتلونکي کې به د هېوادوالو ته ښه خبر ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت په رهبرۍ کې ډیر پرمختګ شوی او په نږدې راتلونکي کې به دې ستونزې ته هیوادوال د حل لاره وویني.
ښاغلی مجاهد وايي: د پوهنې وزارت په ګډون په اسلامي امارت کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو د ستونزې په حل کې پرمختګ شوی او په نږدې راتلونکي کې به هیوادوالو ته ښه زیری ورکړل شي.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغان دولت د انجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غږ کړی.
یاده دې وي چې افغانستان کې د انجونو تر شپږم پورته ټولګیو په بندښت د نړۍ د زیاتو حکومتونو غبرګونونه ښودلي او له طالبانو یې غوښتي چې ښوونځي پرانیزي.





