د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغان دولت د انجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غږ کړی.

۴سپتمبر ۲۰۲۲
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سرمنشي ګوتریس د خپلو تازه خبرو پر مهال ویلي چې اسلامي امارت د یوه کال په تیریدو هم ونه توانیده، چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.
تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوتریس افغانستان کې د نجونو ښونځیو پر بند پاتې کیدلو اندیښنه څرګنده کړې او وايي: انجونې باید نورې ښونځیو ته پریښودل، افغانستان کې اوس هم نجونې له ټولګیو او زده کړو محرومې پاتې دي.
هغه زیاته کړه چې دا مساوي او له برابرو حقونو ښکاره او غیر عادلانه سرغړونه ده. له دې سره به ټول هېواد زیانمن شي. نجونې باید ښوونځیو ته پریښودل شي.
مدني فعالان هم له حکومته غواړي، چې د ښوونځیو په تړاو دې پریکړه نهايي کړي او زده کړې، چې د نجونو اساسي حق دی، له یوه کال راهیسې سلګونه زره نجونې له دغه حق محرومې پاتې دي.
مدني فعاله مریم نایبي وايي: د نجونو ښوونځیو له تړل پاتې کېدو یو کال تېریږي. طالبانو د افغانستان نیمايي برخه د زده کړو له حقه محرومه کړې. که څه هم د ټولنې د پرمختګ یو عامل ښوونه او روزنه ده خو طالبانو د نجونو ښوونځیو په تړلو سره دا برخه د زدو کړو له حقه محروم کړې ده.
اړوند موضوعات
سهیل شاهین ووېل: اسلامي امارت د انجونو د زده کړو او ښځو د کار مخالف نه دی.
د ملګر ملتونو سرمنشي هم په دې تړاو یو ټویټ کړی و او اغلې روزا اوتانبویه چې تر دې مخکې د قرغستان ولسمشره وه ویلي ګمان کوم چې زموږ ډېر کار به د نجونو ښوونځیو پر خلاصون او بشري مرستو متمرکز وي.






