سهیل شاهین ووېل: اسلامي امارت د انجونو د زده کړو او ښځو د کار مخالف نه دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس او د ملګرو ملتونو لپاره د افغان دولت نومول شوی خاص استازي سهیل شاهین د فاکس نیوز سره په مرکه کې ووېل چې اسلامي امارت د انجونو د زده کړو او د ښځو د کار مخالف نه دی او همدا اوس میلیونونه انجونې په بیلابیلو بخشونو کې په زده کړو بوختې دي. چې پکې لومړنۍ ټولګي، پوهنتون او نورې ادارې شاملې دي.
همدا راز شاهین ووېل چې اسلامي امارت د ښځو د کار مخالف هم نه دی او همدا اوس لکونه ښځې په روغتیا، خارجه، کورنیو او نورو بیلابیلو وزارتونو او ادارو کې په کار بوختې دي.
خو شاهین زیاته کړه: چې دوی ته د شریعت په رڼا او اسلامي ارزښتونه په پام کې نیولو سره زیات کار ته اړتیا ده.
اړوند موضوعات
افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ؛ د افغان خواله رسنيو د فعالينو غوښتنه
په ورته مهال کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې انجونو د ښوونځیو پرانیستل لومړیتوب دی، چې تر څو دا شروع نشي نو نور بشري حقوق به هم خوندي نه وي.






