افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ؛ د افغان خواله رسنيو د فعالينو غوښتنه

0
64

د ټوېټر ټولنيزې رسنۍ يو شمېر افغان فعالين له څه مودې راهيسې د یو ځانګړي هشټګ له لارې د ا.ا.ا له مشرانو غواړي چې د افغان نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

دوی د دغه هشټګ (#LetAfghanGirlsLearn) له لارې غواړي چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګيو پورته د افغان نجونو تړل شوي ښوونځيو پرانيستل شي.

دغه کمپاين اوس پر خواله رسنيو خورا پراخ شوی او په ټرېنډ اوښتی دی.

د سیاستوالو په ګډون میندې، پلرونه او فعالان پکې د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.

دغه هشټګ داسې مهال پراخېږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر افغان سياستوالو او فعالينو هم وار په وار د ا.ا.ا له چارواکو غوښتي چې دې ستونزې ته د پای ټکی کېږي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اړوند يوه مکتوب په ټولنيزو رسنيو کې کښته او پورته کېده چې پکې له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو د ښوونځيو د پيلېدو خبر ورکړل شوی ؤ، خو څو ساعته وروسته د ا.ا.ا د پوهنې وزات وياند دغه مکتوب جعلي وبله او ياد خبر يې رد کړ.

 

Leave a reply