پاکستان کښې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۱۲۹۰ ته لوړه شوې ده، ۱۲ زره څخه زیات کسان ټپیان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې له بارانونو وروسته د سېلابونو تباهي لا هم دوام لري چې له امله يې په زرګونو کسان وژل شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې په مړو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي، چې له دې سره د ټولو مړو شمېر ۱۲۹۰ ته لوړ شوی دی.
د NDMA د معلوماتو له مخې تر اوسه ۴۵۳ ماشومان، ۵۷۰ نارینه او ۲۵۹ ښځې وژل شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي چې له دې وروسته تر اوسه ۱۲ زره ۵۸۸ کسان ټپیان شوي دي.
NDMA د ودانیو او څارویو د زیانونو په اړه احصایې هم خپرې کړې.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ زره ۹۸۰ کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي، د بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه ۱۴ لاکه ۶۸ زره ۱۹ کورونه ویجاړ شوي او ۷ لاکه ۳۶ زره ۴۵۹ څاروي هم د بارانونو او سېلابونو له امله مړه شوي دي.
د دې ترڅنګ د هېواد په کچه ۸۰ ضلعې هم د سېلابونو له امله سختې اغېزمنې شوې دي.
نور خبرونه






