د سوات او ملاکنډ سیلاب ځپلي خلک د سختو ستونزو سره مخ دي، د سرکاري ادارو مرستو ته انتظار کوي او مایوسه دي

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د سوات په شمول د ملاکنډ ډویژن خلک د سیلاب تباهۍ وروستو د حکومتی اقداماتو نه مایوسه ښکاری.

د ملاکنډ ډويژن سيلاب متاثرينو خپل شکايتونه کړي دي ولي د کالام، کمراټ او اتروړ سيلاب متاثرينو د سړکونو زر تر زره جوړولو غوښتنه کړي ده۔

بل لوري ته د ملاکنډ ډويژن کمشنر شوکت يو صوفي وايي په ټوله ډويژن کې امدادي عمليات روان دي، د کالام، بحرېن او کمراټ څخه د ٢٠٠٠ نه زيات سيلانيان ژغورل شوي او ځپلو سيمو ته راشن هم رسول کيږي.
ياده دې وي چې د پاکستان په طول البلد کې د سيلابونو لړۍ روانه ده او په دې آفت کې د سوات، کالام، بحرېن، دير او کمراټ دره هم سخته زيانمنه شوې ده او سړکونه له يو ځايه مات شوي دي او د نورو سیمو سره ی اړیکې ماتې شوی دي چې له وجهې ی ددې سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د حکومتي ادارو څخه ددې سرکونو د بیارغولو غوښتنه کوي .

له بحرین څخه کالام ته د غځیدلو سړک یوه برخه د سیلابونو اوبو لاندې کړې ده، خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي، خلک مجبوره دي چې خوراک او څښاک په سختو لارو پیاده راوړي.
نور خبرونه

د انضمام الحق هغه ویډیو چې هندي لوبغاړې د مولانا طارق جمیل څخه مثاثره دی،وایی چې اسلام قبول کړي، په سوشل میډیا وایر شوې ده

د لندن څخه غلا شوې موټر د کسټم اهلکارو د کراچۍ څخه برامد کړې دې

د فواد چوهدري ټویټر پانړه هیک شوې، بیا روسته بحال کړې شوه

Leave a reply