سیاسي شنونکي او کارپوهان وایي: د سیمې او نړۍ استخبارات افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي.

0
162

سیاسي شنونکي او کارپوهان وایي: د سیمې او نړۍ استخبارات افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي.

7 اکتوبر 2022

له تیرو دوه اونیو راهیسې په کابل ښار کې چاودنې زیاتې شوي دي، چې په دغو بریدونو کې عامه ځایونه، جوماتونه او روزنیز مرکزونه پر نښه کیږي.

وروستی برید د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې ترسره شو، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه ډول بریدونه استخباراتي بڼه لري او د سیمې او نړۍ استخبارات نه غواړي،چې افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

 

دوي وايي، د دغو بریدونو موخه د افغانستان ناامنه کول دي او دغه کړۍ غواړي، چې له همدې لارې خپلو موخو ته ورسیږي.

 

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:«زموږ دوښمنان نه غواړي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. دوی دې چې دغه جنګي ډلې افغانستان ته را استوي، یوه که قدرت ته ورسیږي بله بېرته پرې راپرځوي، د دغو هیوادونو اهداف دادي، چې په افغانستان کې سوله او امنیت رانه شي،ترڅو دوی خپلو موخو ته ورسیږي.»

اړوند موضوعات

طالبان وایي: افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او خاوره به یې د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

 

اسلامي امارت بیا ډاډ ورکړی  دی، چې د خلکو د امنیت په ټينګښت کې جدي دي او هڅې یې پیل کړي   دي، چې هغه وران کارې ډلې او ټپلې چې په وروستیو بریدونو کې لاس لري ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

Leave a reply