طالبان وایي: افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او خاوره به یې د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

0
104

طالبان وایي: افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او خاوره به یې د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.

7 اکتوبر 2022

نن د میزان د میاشتې ۱۵مه او د اکتوبر ۷مه نیټه ده چې په افغانستان د امریکایي یرغل د ۲۱مې کلیزې سره سمون خوري، په همدې ورځ امریکا او نورو ملګرو یې په افغانستان برید وکړ.

په همدې مناسبت اسلامي امارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او نه به د افغانستان خاوره د چا پر ضد کارول کیږي.

په اعلامیه کې راغلي: چې امریکا د کوم مجور او سالم دلیل پرته په افغانستان تجاوز وکړو او افغانان یې شل کاله وکړول او هجرتونو ته یې مجبور کړل، خو د ولس د مبارزې او قربانیو په برکت مو بیا آزادي تر لاسه او اشغال مو ختم کړو.

اعلامیه زیاتوي: چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او نه به دا خاوره د بل چا په ضد وکارول شي، خو مقابل کې دوی هم له نورو هیوادونو غواړي چې د افغانستان پر وړاندې خصمانه دریځ ونه نیسي او زموږ د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختک په وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي.

اړوند موضوعات

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې هیچاته د ترهګریز فعالیت اجازه نه ورکوي او نه یې ورکړی.

 

یاده دې وي اسلامي امارت بیا بیا دا ویلي چې افغانستان هیچا لپاره تهدید نه دی.

Leave a reply