ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې هیچاته د ترهګریز فعالیت اجازه نه ورکوي او نه یې ورکړی.

0
166

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې هیچاته د ترهګریز فعالیت اجازه نه ورکوي او نه یې ورکړی.

28 سپتمبر 2022

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له خاورې د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت امنيتي اندېښنې رد کړې.

 

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج‌الدین مهرالدین څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدلیدونکی دی.

 

د هغه په وينا، په وروستيو کې افغانستان ته د سیمې د ترهګرو ډلو د مشرانو د بیولو او ځای پر ځای کېدو د سيستماتيکو هڅو شاهد دی. خو د د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

اړوند موضوعات

ملا یعقوب مجاهد: پاکستان دې خپله خاوره او فضاء د افغانستان په وړاندې نه کاروي.

 

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، چې د تاجکستان انديښنې بې ځايه دي. نوموړي له تاجکستان څخه غوښتي، چې خپلې اندېښنې دې دوی سره له نږدې شريکې کړي.

Leave a reply