اسلامي امارت د بانکي محدودیتونو سربیره د ګڼو لویو پروژو د چارو د پیلیدو هوډ لري.

0
192

اسلامي امارت د بانکي محدودیتونو سربیره د ګڼو لویو پروژو د چارو د پیلیدو هوډ لري.

7 اکتوبر 2022

د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پکتیا ګردیز ښاروالۍ له لورې د ارجال خیلو او خواجه حسن د سړکونو د پرانیستي مراسمو کې د خپلو خبرو پر مهال ووېل: اسلامي امارت د بانکي محدودیتونو او د بودیجې د کموالي سربیره هیواد کې د ګڼو لویو پروژو د چارو د پیلیدو هوډ لري.

مجاهد پخپلو کې ووېل، اسلامي امارت تیر یوه کال کې توانیدلی، چې د کابل ـ کندهار او سالنګو تر څنګ د ځېنو نورو سترو پروژو کارونه پیل کړي او دا چاره به دوام ولري.

مجاهد زیاته کړه: «نورې ډېرې پروژې، چې کار به پرې پیل شي، سره له دې چې نړیوال مو نه پرېږدي، بانکي برخه کې یې راته ستونزې جوړې کړي او دغه راز  د پانګې جلب په برخه کې یې راته ستونزې جوړې کړي.

 

نوموړی د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې په عموم کې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې  د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کړي دي. د بېلګې په ډول همدا اوس د کندهار- کابل پر لویه لاره  کار روان دی،چې په معیاري ډول به جوړه شي.»

اړوند موضوعات

د افغان دولت اقتصادي مرستیال ملا برادر ووېل: امنیت د اقتصادي ثبات او هېواد د پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی.

 

له دې سره مجاهد وايي، اسلامي امارت په پام کې لري،چې د مچلغو بند تر څنګ پکتیا کې د ګڼو نورو هغو پروژو چارې بېرته پیل کړي، چې کارونه یې د اسلامي امارت له واکمنیدو راهیسې ځنډیدلي دي.

Leave a reply