د افغان دولت اقتصادي مرستیال ملا برادر ووېل: امنیت د اقتصادي ثبات او هېواد د پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی.

0
56

 

۲سپتمبر ۲۰۲۲

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې نن ورځ یوې سترې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې امنیت د اقتصادي ثبات او هېواد د پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی او په خبره یې افغانستان له څلورو لسیزو وروسته له بشپړ امنیت څخه برخمن شوی دی.

‏نوموړي د خبرو په لړ کې ووېل د نړۍ د ډېرو هېوادونو کرنسي په کم وخت کې ټیټه او پورته کیږي، آن د پاکستان په څیر له لسیزو نسبتي استقرار څخه برخمن هېواد هم، خو افغانۍ له ډېره وخته مستقره او له ډېرو کرنسیو څخه ښه ده.

نوموړي د هرات ولایت تجارانو او صنعت کارانو ته په خطاب کې ووېل: موږ باخبره یو چې د هرات تجاران، صنعتکاران او پانګوال به اختطاف کېدل، خو نن له دغو تهدیدونو په امن کې دي. د هرات له محترم والي او امنیتي ارګانونو غواړم چې د دې ولایت د تجارانو او پانګوالو د مال او ځان امنیت ته لا جدي توجه وکړي.

اړوند موضوعات

چین: افغانستان کې تر هر  څۀ وړاندې اقتصادي پراختیا ته اړتیا ده 

نوموړي په نیږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ددې پروژې څخه به لومړني ګټه اخیستونکي د هرات ولسونه وي.

Leave a reply