د قطر سیاسي دفتر غړی او ویاند نعیم وردګ وایي له ټولې نړۍ سره د شریعت له مخې تعامل کوي.
۲سپتمبر ۲۰۲۲
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند او د سفارت شازدافر ډاکټر محمد نعیم ویلي، چې د افغانستان اوسنی حکومت له هیڅ هیواد او حتی له اسرائیلو سره کومه ځانګړې ستونزه نه لري.
ډاکټر نعیم د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې سره د سنبلې په ۹ مه له الجزیرې تلویزون سره په خبرو کې وویل هغه هیوادونه چې له اسلامي امارت سره ستونزې لري کولای شي د خبرو او مذاکرې له لارې حل کړي.
په ورته وخت کې د اسرایلو په رسمیت پېژندلو او له دغه هېواد سره د اړیکو مساله د دغې مرکې بله مهمه موضوع وه، ښاغلي نعیم که څه هم له دغه هېواد سره په مستقیمه توګه د تعامل خبره رد نه کړه، خو له هر هېواد سره د خبرو له لارې د ستونزو هوارول یې یو له بل سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت سیاستونه د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې دي.
ښاغلي نعیم دغه راز دفلسطینیانو په وړاندې د اسرائیلو په ښکاره ظلمونو نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت به له ظالمانو سره هیڅکله ونه دریږي.
ښاغلي وردک په دې اړه وویل: بیت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله او د ټول اسلامي امت ګډ او مقدس ارزښت دی او هغه څه چې اسرائیل یې په فلسطین کې کوي ستر او ښکاره ظلم دی. او مونږ د ظالمانو سره نه نه دریږو.
اړوند موضوعات
مجاهد: غواړو له ټولې نړۍ سره مثبت ډيپلوماټیک مناسبات ولرو
په همدې حال کې د اسلامي امارت چارواکو تل د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ښو اړیکو او تعامل ټینګار کړی او د افغانستان د نوي حکومت د تسلیمېدو غوښتنه یې کړې ده.