مجاهد: غواړو له ټولې نړۍ سره مثبت ډيپلوماټیک مناسبات ولرو

0
92

مجاهد: غواړو له ټولې نړۍ سره مثبت ډيپلوماټیک مناسبات ولرو

د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د مؤقت حکومت جوړېدو موخه له نړۍ سره د ډیپلوماسي له لارې د ښو اړیکو پالل دي.

 

(2021 / 9 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د مؤقت حکومت جوړېدو موخه له نړۍ سره د ډیپلوماسي له لارې د ښو اړیکو پالل دي. نوموړي له ان.اچ.کې تلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی غواړي له ټولې نړۍ سره دوه اړخیز مثبت مناسبات ولري، ځکه د ده په وینا د افغانستان ګټې هم د نړیوالې ټولنې ګټې دي او هغه د افغانستان ثبات دی چې ټولې نړۍ ته مهم دی. مجاهد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان مالي پانګه له توقیفي حالت څخه بهر کړي. هغه ډاډ ورکړی دی چې اوسنۍ کابینه مؤقته ده او دوی له ټولو اړخونو سره په مذاکره کې دي څو یو پراخ بنسټه او د ټولو د خوښې وړ دولت تشکیل کړي.

Leave a reply