منصور احمد په کابل کښې یو طالب مشر سره ملاقات کړي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په یایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د طالبانو یو مشر مولوی عبدالکبیر سره ملاقات کړې دې.
منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د طالبانو دې سینیر مشر سره د افغانستان په امن په دې هیواد کښې د ترقي او خوشحالي راوستلو په موضوع ټینګار کړې دې.
یاده دې وی چې د پاکستان سفارتخانه نن هم په کابل کښې پرانستې ده او هغه افغانان چې مریضان وي کولې شي چې د پاکستان ته د علاج لپاره سفر وکړي.
پاکستان تراوسه پورې په زرګونو افغان زده کوونکو ته د علامه اقبال سکالرشپ لاندې په پاکستان کښې د زده کړو کولو موقع ورکړې او په زرګونه افغانانو په دې هیواد کښې د لوړو زده کړو د ماسټرۍ ډګرۍ ترلاسه کړي او په خپل هیواد کښې خدمتونه کوي.
د هند سفارت د هغه ورځ نه تړل شوې کومه ورځ چې د کابل کنټرول هم لاس ته راوړو او هند حکومت خپله ټوله عمله هم د افغانستان نه واپس ویستلې ده.
Called on Maulvi Mohammad Abdul Kabir, senior Taliban leader/member Leadership Council at Spaidar Palace & discussed continued cooperation for lasting stability in Afghanistan and strengthening bilateral relations @SMQureshiPTI @fawadchaudhry @ForeignOfficePk @PakinAfg
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 16, 2021