چین: افغانستان کې تر هر څۀ وړاندې اقتصادي پراختیا ته اړتیا ده

هغه زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې دمګړۍ په افغانستان کې ټوله پاملرنه د نجونو زده کړو او کار ته کړې ده، خو دا چاره قوي اقتصاد ته اړتیا لري.
یو ژیاو یونګ وايي، نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له اوسني حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بشردوستانه مرستې او د افغانستان د خلکو لاسنیوی شونی نه دی.
(2022 / 8 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشيړ راپور
چین وایي، افغانستان کې تر هر څه وړاندې اقتصادي رغونې ته اړتیا ده.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يو ژياو يونګ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان په تړاو دې بېغوري نه کوي او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره دې لاس په کار شي.
هغه زیاته کړې چې نړیوالې ټولنې دمګړۍ په افغانستان کې ټوله پاملرنه د نجونو زده کړو او کار ته کړې ده، خو دا چاره قوي اقتصاد ته اړتیا لري.
یو ژیاو یونګ وايي، نړیواله ټولنه باید د سیمې د ثبات او افغانستان کې د امنیت لپاره له اوسني حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې پرته بشردوستانه مرستې او د افغانستان د خلکو لاسنیوی شونی نه دی.
اړوند موضوعات:
د افغانستان ملاتړي هېوادونه راتلونکې اونۍ د افغانستان اقتصادي وضعت پۀ اړه غونډه جوړي
هغه ټینګار کړی چې تر هر څه وړاندې باید د افغانستان اقتصاد ورغول شي ځکه له فعال اقتصاد پرته د افغانستان هېڅ برخه پرمختګ نه شي کولی.