ګوګل هم د پاکستان سیلاب ځپلو سره د پینځه لکو ډالر مرسته کولو اعلان کړې دې

0
210

باغی ټي وي رپورټ
د سرچ انجن ګوګل د پاکستان د سېلاب ځپلو سره د ۵۰۰ زره ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د ګوګل د جنوبي اسیا د مرستیالې سټیفني ډیوس په وینا، د پاکستان سېلاب ځپلو ته به ۵۰۰ زره ډالره مرسته ورکول کېږي.

هغه وويل په پاکستان کې دسيلاب ځپلو هر چا سره ژوره خواخوږي لري، ده ليدلي چې په پاکستان کې هر څوک د سيلاب ځپلو سره د مرستې لپاره مخې ته راځي.

سټیفني ډیوس وویل چې موږ د پاکستانیانو له روحیې متاثره یو او موږ هم مرسته غواړو، د ګوګل کمپنۍ به د نورو وسیلو له لارې هم د پاکستاني سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
د کمپنۍ تر څنګ د ګوګل کارکوونکو هم سیلاب ځپلو ته د ۷۲ میلیونه روپیو مرسته وکړه.
نور خبرونه

بلوچستان کښې د سیلابونو او بارانونو له امله د مړو شمیره ۲۵۷ ته رسیدلې دې

Leave a reply