د افغانانو د ایستلو لپاره د بایډن د پلان ناکامي؛ ۳۲۵ زره ایمیلونه لا نه دي خلاص شوي

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې افغان ژباړونکي او هغه کسان به وباسي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې له امریکايي ځواکونو سره کار کوي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې تر لسو زرو ډېر امریکايي متحدین او کورنۍ یې بند پاتې دي او له دغه هېواده د وتلو په تمه دي.
(2022 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
فاکس نیوز د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کمزوري فعالیت له امله د سلګونو زرو افغان اتباعو چې له دغه هېواده وتلو ته اړتیا لري، کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دا راپور د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۳) خپور شو چې ښيي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۱۴ میاشتو وروسته هم د ۳۲۵ زره افغان اتباعو ایمیلونه نه دي خلاص کړي.
اړوند موضوعات: