بایډن لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو لۀ وتلو دفاع کړې؛ مکینزي بیا اندېښنه ښودلې چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پۀ ځاله بدل شي

بایډن لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو لۀ وتلو دفاع کړې؛ مکینزي بیا اندېښنه ښودلې چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پۀ ځاله بدل شي
دغه امريکايي پوځي چارواکي اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د امريکا لپاره په افغانستان کې د القاعدې څارنه ستونزمنه شوې ده.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل سمه پرېکړه وه.
ولسمشر سي بي ایس نیوز ته وویل، “زه له پیله په افغانستان کې د جګړې مخالف وم، موږ په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د اونۍ ۳۰۰ میلیونه ډالر مصرفول.”
د تیرې پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال کینیت مکینزي اندیښنه وښوده چې القاعده له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته بیا راپورته شوې ده.
دغه امريکايي پوځي چارواکي اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د امريکا لپاره په افغانستان کې د القاعدې څارنه ستونزمنه شوې ده.
جنرال مکینزي وايي، د طالبانو یو شمېر غړي له القاعدې سره خواخوږي ښکاري. نوموړي زیاته کړې، چې طالبان باید د دوحې له هوکړې سره سم د القاعده شبکې پر ضد عمل وکړي.
خو د پنټاګون ویاند جان کربي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، دوی تمه لري چې طالبان به پر خپلو ژمنو عمل وکړي، چې په کې له القاعدې څخه ډډه کول هم شامل دي.
ښاغلي کربي وویل چې د هغه نظر روښانه دی او که چیرې دا ګواښ د متحده ایالاتو او د هغې ګټو ته د ګواښ په توګه وګڼل شي نو د هغه د له منځه وړلو لپاره به لاس پۀ کار شي.
تر دې مخکې طالب چارواکو او ویاندویانو په بېلابېلو ناستو کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ژمنه کړې وه چې د دوحې په تړون کې به د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونۀ کارول شي.
متحده ایالات ویره لري چې لکه تېر ځل د القاعده شبکې برید پۀ څېر چې د سپټمبر د 11 په بریدونو کې یې په سلګونو کسان وژلي دي، بیا تکرار نشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن یې له قطري چارواکو سره د افغانانو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت یوه ویاند له نید پرائس سره په مرکه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي، چې له افغانستان څخه د خطر سره مخامخ امریکايي او افغان اتباعو د خوندي انتقال په برخه کې یې د قطر د دوامدارې هڅې ستاینه وکړه او د افغانستان وروستیو پرمختګونو ته یې کتنه وکړه.
له هغه وخته چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړ، کله ناکله داسې راپورونه ورکول کیږي چې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې پیاوړې کړي او داعش هم خپلې حملې زیاتې کړې دي.
اړوند موضوعات:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم ویلي چې داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې حضور لري.
هغه څه چې د طالبانو حکومت رد کړي او تل یې ویلي چې په افغانستان کې به هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.





