د امریکا پخواني ولسمشر ویلي چې لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لپاره شرموونکې ماته وه

0
91

د امریکا پخواني ولسمشر ویلي چې لۀ افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا لپاره شرموونکې ماته وه

نوموړي ویلي، دی په ډېر عزت او تدبیر له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته چمتو و او که چېرته یې دنده پای ته نه وای رسېدلې نو حتی یو میخ به هم ترې په افغانستان کې نه و پاتې شوی.

 

(2021 / 11 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دغه هېواد د تاریخ تر ټولو شرموونکې پېښه بللې ده.

ټرمپ ویلي چې د افغانستان تخلیه د امریکا د تاریخ تر ټولو شرموونکې او تحیقروونکې پاڼه وه چې د دغه شرم مسوول جوبایډن دی.

نوموړي ویلي، دی په ډېر عزت او تدبیر له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته چمتو و او که چېرته یې دنده پای ته نه وای رسېدلې نو حتی یو میخ به هم ترې په افغانستان کې نه و پاتې شوی.

اړوند موضوعات: 

ټرمپ وايي چې د بایډن پۀ امر لۀ افغانستان څخه د ځواکونو اېستل د تسلیمۍ پۀ مانا ؤ

ټرمپ دغه راز په کابل کې د تخلیې پر مهال په هوایي ډګر کې وروستۍ چاودنې ته په اشارې ویلي چې په یاده پېښه کې ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول خو هیچا یې هم نوم وانخیست، چې دا د وژل شویو سرتېرو روح او د هغوی عزیزانو ته سپکاوی دی.

Leave a reply