بلال کریمي: د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوه توصیه ده  

0
48

بلال کریمي: د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوه توصیه ده  

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ا.ا د یو مکتوب په خپرولو سره له رسنیو څخه غوښتنه کړې وه چې باید د داسې خپرونو، ډرامو او فلمونو له خپرولو ډډه وکړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف وي.

 

(2021 / 11 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي د رسنیو اړوند خپور شوي هغه مکتوب ته په اشارې چې پکې له رسنیو څخه د خپرونو د سمونې غوښتنه شوې وه ویلي، د رسنیو اړوند خپور شوی مکتوب یوازې یوه توصیه وه او عملي کول یې جبري نه دي.

نوموړي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې دغه راز رسنۍ د یو نظام لپاره مهمې او ارزښتناکې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې دوی یې ملاتړ ته ژمن دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې رسنۍ د ممبر ارزښت لري نو لازمه ده چې خپل رسالت په ښه توګه ادا کړي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا ویاند ویلي چې رسنۍ د نظام ستنې دي او د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوو

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ا.ا د یو مکتوب په خپرولو سره له رسنیو څخه غوښتنه کړې وه چې باید د داسې خپرونو، ډرامو او فلمونو له خپرولو ډډه وکړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف وي.

Leave a reply