ملګرو ملتونو کې د ناروی استازولۍ افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی.

0
149

ملګرو ملتونو کې د ناروی استازولۍ افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی.

25 اکتوبر 2022

 

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې استازولۍ د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

 

په امنیت شورا کې د ناروې دایمې استازولۍ په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې باید داسې جوړښت رامنځته شي چې د ټولو افغانانو غږ پکې واورېدل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې غونډې ته د امنیت شورا پنځه دایمې غړي هېوادونه بلل شوي دي.

اړوند موضوعات

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي او مل پلاوي د خارجه وزارت سیاسي معین سره وکتل.

یاده دې وي چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بیلابیل بحثونه شوي، خو کومه مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې، ځکه تر اوسه ملګرو ملتونو د اسلامي امارت حکومت استازی نه دی تسلیم کړی.

Leave a reply