د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي او مل پلاوي د خارجه وزارت سیاسي معین سره وکتل.

0
107

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي او مل پلاوي د خارجه وزارت سیاسي معین سره وکتل.

22 اکتوبر 2022

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي ريچارډ بينټ او ورسره مل پلاوي په افغانستان کې د خپل سفر پای ته رسولو په مهال د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ښاغلي عباس ستانکزي سره وکتل.

په پيل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړوونکي د بهرنيو چارو وزارت له لورې دوی ته د سفر د اسانتياوو برابرولو او هم حقائقو ته د ازادانه لاس رسي مننه وکړه.

ښاغلي ستانکزي ريچارد بينټ ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: زمونږ د ګاونډيانو څخه نيولې د اروپا په ګډون په ټوله نړۍ کې بشري ستونزې شته او افغانستان بيا تازه له نيمې پېړۍ جنګ نه راوتلی.

 

نوموړي د تېرې ادارې ستونزو ته په اشاره وويل: د تېر په پرتله د ښځو د ځان او غیر قانوني وژنو, اختطاف او په زندانونو کې د شکنجو کچه اوس صفر ته رسېدلې.

 

ښاغلي ستانکزي همداراز له ملګرو ملتونو څخه د اقتصادي ستونزو, بانکي محدوديتونو, معتادينو د درملنې او ورته نورو ستونزو په حل کې د مرستو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د طالبانو دسیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي د بریټانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي سره کتلي

 

په پای کې ښاغلي بينټ هم ژمنه وکړه چې له بهرنيو مرسته کوونکو سره به خبرې وکړي تر څو په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره هر راز مرستې ترسره شي.

Leave a reply