د طالبانو دسیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي د بریټانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي سره کتلي
د طالبانو سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي د بریټانیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي سره کتلي
د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي د بریټانیا له د لومړي وزیر ځانګړي استازي سره کتلي.
(2021 / 9 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د بریټانیا د لومړي وزیر له ځانګړي استازي سایمون ګاس سره کتلي دي. دواړو لورو په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې سایمون ګاس له افغانستان سره د بشري مرستو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد یې دې ته اماده دی چې په راتلونکي کې له طالبانو سره مرستې وکړي.