د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې مرستیال دجینوا کال له لوی رئیس سره وکتل.

0
219

د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې مرستیال دجینوا کال له لوی رئیس سره وکتل.

25 اکتوبر 2022

 

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار آخندزاده د جینوا کال له لوی رییس ښاغلي الن دلتروز سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوی مننه وکړه چې د افغان ولس سره په هر حالت کې مرستو ته دوام ورکوي.

ښاغلي معین په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره معلومات شریک کړل او بزګرو ته د بدیل معیشت په پیدا کولو کې د مرستې غوښتونکی شو.

 

وروسته ښاغلي دلتروز دکورنیو چارو وزارت له رهبرۍ په ځانګړي ډول د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني له نړیوالو موسساتو سره د بې دریغه همکارۍ مننه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

اړوند موضوعات

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معینیت وایي، ټول هیواد کې یې د نشه یي توکو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی.

په پای کې دواړو لورو، د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر پوره همکارۍ ټینګار وکړ.

Leave a reply