رینا امیري: د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د هزاره نجونو د ایستلو په اړه کره راپورونه شته

رینا امیري: د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د هزاره نجونو د ایستلو په اړه کره راپورونه شته
د ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت د یو شمېر محصلینو ایستل تاییدوي، خو وايي دا چې دغه اخراج هیڅ قومي اساس نه لري او محصلین په پوهنتون کې د ګډوډۍ له امله ایستل شوي وو.
(2022 / 10/ 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د هزاره محصلینو د ایستلو په اړه کره راپورونه شته.
اغلې امیري د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې ط.البانو په افغانستان کې د نجونو په ځانګړي ډول د هزاره ګانو د پوهنتون زده کړې په اغیزمنه توګه محدودې کړي دي.
هغې دا هم وويل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو څخه ٤٠٠ ورځې تېرې شوې دي.
امریکايي استازي زیاته کړه چې ط.البان نه شي کولای د افغانستان نیمايي نفوس له پامه وغورځوي او له تعلیم او کار څخه یې بې برخې کړي.
اغلې امیري ټینګار وکړ چې د افغان نجونو او ښځو زده کړه د دې هېواد له بې وزلۍ او وروسته پاتې والي څخه د خلاصون یوازینۍ کلیدي ده.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د ښځینه هزاره محصلینو د ویستلو او د کاج پر ښوونځي د ځانمرګي برید او د هزاره ګانو د نسل وژنې په تړاو د اعتراض په نیت د ایستلو راپورونه ورکړل شوي دي.
اړوند موضوعات:
لوړو زده کړو وزارت کابل کې د نجونو د مسموم کېدو پېښه رد کړې ده
د ا.ا. د لوړو زده کړو وزارت د یو شمېر محصلینو ایستل تاییدوي، خو وايي دا چې دغه اخراج هیڅ قومي اساس نه لري او محصلین په پوهنتون کې د ګډوډۍ له امله ایستل شوي وو.





