لوړو زده کړو وزارت کابل کې د نجونو د مسموم کېدو پېښه رد کړې ده
لوړو زده کړو وزارت کابل کې د نجونو د مسموم کېدو پېښه رد کړې ده
د دغه وزارت په وینا، د عامې روغتیا وزارت په ازموینو کې د مسمومیت کومه نښه نه ده لیدل شوې. په همدې حال کې پرون د کابل پوهنتون سرچینو رسنیو ته وویل چې د کابل پوهنتون د لیلیې نجونې د مسمومیت له امله مسموم شوې دي.
(2022 / 10/ 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، هغه راپورونه چې د کابل پوهنتون د لیلیې نجونې د مسمومیت په خوړو کې اخته شوي، حقیقت نه لري.
دغه وزارت نن دوشنبه د میزان په ۱۱مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو نجونو ناروغي د خوړو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د اعلامیې په دوام کې راغلي چې دغه محصلین چې شمېر یې ۵۰ تنو ته رسېږي، د پوهنتون د اداري څانګې له خوا پر وخت درملنه شوې ده. د دغه وزارت په وینا، د عامې روغتیا وزارت په ازموینو کې د مسمومیت کومه نښه نه ده لیدل شوې. په همدې حال کې پرون د کابل پوهنتون سرچینو رسنیو ته وویل چې د کابل پوهنتون د لیلیې نجونې د خوړو له امله مسموم شوې دي.
رسنیو ته سرچینو ویلي، چې تېره شپه یو شمېر ښځینه محصلینو د کابل پوهنتون په لیلیه کې یو ځل بیا مسموم شوي او هوش یې له لاسه ورکړی دی. د دوی په وینا، ناروغې نجونې له شاوخوا یو ساعت راهیسې د لیلیې بهر موټر ته انتظار باسي چې روغتون ته یې ورسوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښوونيز مرکز د تېرې جمعې د ورځې د بريد په تړاو د کابل پوهنتون د نجونو ليليه کې مېشتو نجونو لاريون وکړ.
اړوند موضوعات:
بلخ؛ پۀ یوۀ محفل کې ۲۷ تنه چې مسموم شوي ۵ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی
په دغه برید کې، چې ویل کېږي د دوو ځانمرګو بریدګرو له خوا ترسره شوی، لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي. دا احصایه لا وروستۍ نه ده او د تلفاتو د زیاتیدو احتمال شته.