بلخ؛ پۀ یوۀ محفل کې ۲۷ تنه چې مسموم شوي ۵ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی

د تېرې شپې په دغه محفل کې د ترانسپورتي شرکت کارکوونکي او د موټر چلوونکو او نورو کارکوونکو په ګډون نورو خلکو هم ګډون کړی ؤ، چې له امله يې پنځه موټر چلوونکي، چې ويل کېږي د فارياب اوسېدونکي وو، ووژل شول.
د دې مسمومیت نور جزیات لا نه دي خپاره شوي. د بلخ امنیتي چارواکو د مسمومېدو پخلی کړی خو جزیات یې نه دي ورکړي.
(2022 / 9 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بلخ ولایت سیمه ییزو سرچینو په یوه محفل کې د مسمومېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ۲۷ تنه مسموم شوي او ۵ تنه مړه شوي دي.
د بلخ ولایت د سرچینو په وینا هغه مشروبات چې په محفل کې کارول شوي په زهرو ککړ وو او مسموم شوي کسان سخت اسهال لري.