غزني ولایت کې د یو شمیر تاریخي آبادیو او اثارو سروی ترسره او په راتلونکي کې به ورغول شي.
- غزني ولایت کې د یو شمیر تاریخي آبادیو او اثارو سروی ترسره او په راتلونکي کې به ورغول شي.
24 اکتوبر 2022
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو شمېر هغه تاریخي آبدو سروې ترسره شوه، چې بیا رغونې ته اړتیا لري.
دغه سروې د یاد ولایت د تاریخي آبدو سرپرست آمر انجنیر حسیب الله په مشرۍ د یوه ټیم له لوري تر سره شو، او په پایله کې يې هغه تاریخي آبدې په ګوته شوې، چې بیا رغونې ته جدي اړتیا لري.
په سروې شویو سیمو کې د باباجي جومات، د خواجه ملک یار پرنده مقبره، د زاړه ښآر یو شمېر برجونه، د منارو ساحې د فرش ډبرې، د زاړه ښار جومات، د شریف خان مقبره، سردار تاریخي غونډۍ، د شمس العارفین مقبره، د سیداحمد مکه يي مقبره او د سیدعثمان هجوري مقبره شاملې دي او په راتلونکي کې به يې د رغولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري لازم اقدامات تر سره شي.
اړوند موضوعات
کابل؛ د مرنجان غونډۍ کې د تفریحي پارک جوړېدلو تیږه کېښودل شوه
په همدې حال کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حمیدالله نثار وایي چې دغه ولایت د هېواد په کچه، یو لرغونی او د زیات شمېر تاریخي آبدو لرونکی ولایت شمېرل کیږي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه ۳۶ تاریخي آبدې رغول شوي او لسګونه نورې تاریخي آبدې لا په خپل حال پاتي دي او بیارغونې ته جدي اړتیا لري.