کابل؛ د مرنجان غونډۍ کې د تفریحي پارک جوړېدلو تیږه کېښودل شوه

کابل؛ د مرنجان غونډۍ کې د تفریحي پارک جوړېدلو تیږه کېښودل شوه
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه تفریحي پارک به د یو لوی جامع جومات، کلینیک، د ځوانانو او ماشومانو لپاره سپورټي لوبغالي، میلمستونونه، د وسایطو پارکینګ، کانتین، د ناشتي اوږدې څوکۍ، سیوری ځای، کټارې، د زرغونو سیمو پراختیا، د اوبو د ښکلا فوارې او یو شمېر نورو تاسیساتو لرونکی وي.
(2022 /9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل ښار ۱۶ حوزې اړوند پر مرنجان غونډۍ د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، د مرنجان غونډۍ تاسیسات به د بېلابېلو ادارو له لوري د خصوصي کورني سکتور پر مرسته د یوه کال په موده کې جوړ او بشپړ شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه تفریحي پارک به د یو لوی جامع جومات، کلینیک، د ځوانانو او ماشومانو لپاره سپورټي لوبغالي، میلمستونونه، د وسایطو پارکینګ، کانتین، د ناشتي اوږدې څوکۍ، سیوری ځای، کټارې، د زرغونو سیمو پراختیا، د اوبو د ښکلا فوارې او یو شمېر نورو تاسیساتو لرونکی وي.
اړوند موضوعات:،
کابل کې د حبيب الله ځاځي په نوم دويم پارک جوړېږي
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کابل “باغ بالا” سیمه کې د د یوۀ تفریحي پارک جوړېدلو چارې چارې د ځاځي لۀ خوا پیل شوې چې دغلته به د ځاځي پارک دوهمه نمایندګي جوړېږي.






