کابل کې د حبيب الله ځاځي په نوم دويم پارک جوړېږي

د راپورونو پر بنسټ د کابل حبيب الله ځاځي پارک مشرانو پرېکړه کړې چې د همدې پارک په نوم یو بل پارک د کابل په باغ بالا سيمه کې ورغوي.
تمه ده دغه پارک د ۲۶۶ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شي چې د رغونې چارې به يې ډېر ژر پيل شي.
د ځاځي پارک مسؤلينو ویلي چې د دې پارک د رغولو پرمهال به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
حبيب الله ځاځی پارک د کابل احمد شاه بابا مېنې اړوند بتخاک څلور لارې ته نږدې د غره په لمنه کې جوړ شوی چې د کابليانو لپاره مناسب تفريح ځای ګڼل کېږي.
دغه پارک ته د اخترونو او نورو رخصتيو پرمهال ګڼ شمېر ځوانان، پېغلې او کورنۍ د چکر لپاره ورځي.





