شیخ هبة الله اخندزاده د افغان دولت د ملي دفاع وزارت استخباراتي او ګڼو نورو مسؤلینو سره کتلي.

0
234

شیخ هبة الله اخندزاده د افغان دولت د ملي دفاع وزارت استخباراتي او ګڼو نورو مسؤلینو سره کتلي.

23 اکتوبر 2022

 

د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معینیت او د مرکزي او نورو قول اردوګانو له اړونده مسئولینو سره غونډه ترسره کړه.

 

په غونډه کې امیرالمؤمنین راغلو مسئولینو ته هر اړخیزه وینا وکړه، په خپله وینا کې یې وویل: استخبارات د یوه نظام د نېکنامۍ، ساتنې، د دښمن د ملا ماتولو او د فساد د مخنیوي لپاره یو مهم ارګان دی چې دغه مهمې دندې مخته وړي، لهذا تاسو به د مسئولینو په ټاکنه کې ډېر دقت کوئ! تر څو اهل او تقوی لرونکي کسان پر دندو وګومارئ، دا چې ستاسو کار ډېر له کشف او تعقیب سره دی نو له زیات دقت څخه کار اخلئ؛ چې غیر مجرم د مجرم په توګه و نه نیسئ او ناحقه څوک بندي نه کړئ، د موثقو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته اقدام کوئ او بیا بندي په خپل ټاکل شوي وخت کې محکمې ته سپارئ، که د کشف الحال لپاره د بند د مودې تمدید ته اړتیا وه نو له محکمې او یا له مشرتابه مقام څخه اجازه اخلئ، له بندیانو سره شرعي چلند کوئ او ناروا تعذیبونه مه ورکوئ.

 

یوازي په دې لټه کې شئ چې زه په خپل مسئولیت کې شریعت څنګه نافذ کړم، له هغو ظالمانه قوانینو او کړنو څخه په کلکه ځان وساتئ چې پخوانیو ظالمانه رژیمونو ترویج کړي وو.

د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله په خپله وینا کې پر دې هم ټینګار وکړ چې خپل صفونه تصفیه کړئ، نا اهله او نا مطلوبه کسان پر دندو مه ګمارئ، د انډیوالۍ، قرابت، منطقه پرستۍ او قوم پرستۍ څخه ځانونه وساتئ.

هغه زیاته کړه چې په خپلو منځو کې هماهنګي ساتئ او د خپلو افرادو جدي مراقبت کوئ، له ناروا او غیر شرعي کړنو څخه یې منعه کوئ، د لمونځونو په جماعت سره اداکولو، مسنونه اذکارو او په سنت طریقه د ژوند کولو سره یې عادت کړئ! پر خپلو مشرانو پوره باور کوئ او د دوی د اصلاح لپاره دعاګانې کوئ.

اړوند موضوعات

امیرالمؤمنین شیخ هبة الله د هیواد د مرکزي او ولایتي استخباراتي مسؤلینو سره وکتل.

له وینا وروسته د ملي دفاع وزارت ستراتیژیکو استخباراتو مسئولینو د امیرالمؤمنین څخه مننه وکړه او د توصیو د تعمیل ډاډ یې ورکړ، وروسته یې خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، د کارونو د پرمختګ لپاره وړاندیزونه او ځینې اړتیاوي د مشرتابه محترم مقام ته وړاندې کړې.

Leave a reply