د کابل وزیر محمداکبرخان څخه تر شیرپور سیمې سړک په ۷۲ کاري ورځو کې بشپړ شو.

0
117

د کابل وزیر محمداکبرخان څخه تر شیرپور سیمې سړک په ۷۲ کاري ورځو کې بشپړ شو.

23 اکتوبر 2022

د کابل ښاروالۍ پخپله تازه خبرپاڼه کې ورکړي وه، چې د کابل وزیر اکبر خان نه تر شیرپور سیمې سړک په ۷۲کاري ورځو کې په اساسي ډول جوړ او ورغول شو.

هغوی زیاته کړه چې د ګڼې ګوڼې د کمښت او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسۍ په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان له پنځلسم د شير پور تر لومړي سړک د ( ۳۹۱ ) متره په اوږدوالي او ( ۲۲.۵ ) متره په پراخوالي نښلوونکی سړک د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت په ۷۲ کاري ورځو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د یاد سړک په اوږدو کې (۸) ملکیتونه تر استملاک لاندې وو، چې له پاک کولو وروسته د یاد سړک رغنیزو چارو ته زمینه برابره شوه.

اړوند موضوعات

د پل خشتي لۀ پلۀ تر پل باغ عمومي پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د یاد سړک په جوړېدو سره به له دې وروسته د ورڅېرمه سړکونو ګڼه ګوڼه کمه شي او له بل لوري به د سیمو معیاري ودې ته زمینه برابره شي.

Leave a reply