د پل خشتي لۀ پلۀ تر پل باغ عمومي پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د پل خشتي لۀ پلۀ تر پل باغ عمومي پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې
د نوموړي په وينا، دغه سړک چې له څو کلونو راهيسې په خراب حالت کې دى، په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د يوه سوداګريز شرکت له خوا د کرايې او پارکينګ په بدل کې جوړ شي.
(2022 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون باغی)
بشپړ راپور
د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښار په شمال کې یې د پل خشتي تر پل پل باغ عمومي پورې د سړک جوړولو چارې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي او ۲۵ متره سور سره د پاخه ډبرو په ایښودلو سره د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد سړک چې له څو کلونو راهیسې په خراب حالت کې و، په راتلونکو څلورو میاشتو کې به جوړ شي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه سړک به په مطلوبه سیمه کې د دوکانونو د کرایې او پارکینګ په بدل کې د یوه سوداګریز شرکت د ګټې اخیستنې لپاره جوړ شي.
د د پل باغ عمومي څخه پل خشتي تر پله پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې کابل ښاروالۍ وايي؛ د دغه بنسټ د جوړولو کار د کابل سیند په شمال کې د باغ عمعومي له پله څخه تر پل خشتي پورې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي او ۲۵ متره سور په ټولیز ډول د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوی دی.
اړوند موضوعات:
د څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ښار کې د دویم لاین سړک چارې پیل شوې.
د نوموړي په وينا، دغه سړک چې له څو کلونو راهيسې په خراب حالت کې دى، په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د يوه سوداګريز شرکت له خوا د کرايې او پارکينګ په بدل کې جوړ شي.






