د څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ښار کې د دویم لاین سړک چارې پیل شوې.
د څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ښار کې د دویم لاین سړک چارې پیل شوې.
22 سپتمبر 2022
د خوست ښاروالۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې د څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست ښار پنځمه ناحیه کې د متون ساحې څخه د منګلو پر لور غځیدلي سړک دویم لاین جوړولو چارې پیل شوې.
دا پروژه د ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال انکشافي پلان یوه برخه ده، چې د ۱۳،۹۹۹،۸۵۲ افغانیو په ارزښت په ۶ میاشتو کې تطبیق کیږي، چې ۲،۵ کیلو متره لښتي، ۱۲ پلچکونه او د ۴ کیلو مترو سړک د ضرورت وړ ساحې همواري او پرکاري پکې شامله ده.
اړوند موضوعات
کابل ښاروالۍ د خیرخانې کوتل سیمه کې د هغو کورنو ویجاړول پیل کړل چې لۀ وړاندې یې خبر ورکړی ؤ
د یاد سړک د چارو پیل پروګرام کې د خوست والي، ښاروال، ټولګټو ریاست رئیس او نورو مسؤلینو ګډون کړی و.