کابل ښاروالۍ د خیرخانې کوتل سیمه کې د هغو کورنو ویجاړول پیل کړل چې لۀ وړاندې یې خبر ورکړی ؤ

د کابل ښاروالۍ د استملاک رييس عبدالمتين حنيف د سنبلې په ١٥مه، پژواک خبري آزانس ته ویلي ، چې له شمالي سراى سيمې څخه د کوتل خيرخانې تر بازار پورې به د کورونو د ورانولو او پاکولو لړۍ دوام ولري.
ښاغلي حنیف زیاته کړه، چې دغه اقدام د سړک جوړونې د پروژې د پیل پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه شوی دی. نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې د ښاروالۍ د قانون له مخې به زیانمن شویو کسانو ته تاوان ورکړل شي.
(2022 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل ښاروالۍ وايي، د کوتل خیرخانې عمومي سړک په اوږدو کې یې د ۱۵۰ ملکیتونو او کورونو د نړولو او پاکولو کار پیل کړی دی.