احمدالله وثیق: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون اشرف غني ته بلنه نه ده ورکړې
احمدالله وثیق: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون اشرف غني ته بلنه نه ده ورکړې
احمدالله وثيق له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل چې پخواني جمهور رييس محمد اشرف غني ته بلنه نه ده ورکړل شوې. هغه همدا راز زیاته کړه چې د ا.ا. د حکومت چارواکو له اسماعیل خان څخه وغوښتل چې په خپل هېواد کې پاتې شي، خو هغه له هېواده وتلی دی. اشرف غني احمدزي تر دې مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې د ا.ا. تر واکمنۍ لاندې به افغانستان ته نه ستنېږي.
(2022 / 10 / 23 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي چې د دغه کمېسیون له جوړېدو راهیسې ۳۷۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند وايي، په رابلل شویو کسانو کې وزیران، د ولسي جرګې غړي، خبریالان او سیاسي څېرې شاملې دي.
احمدالله وثيق له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل چې پخواني جمهور رييس محمد اشرف غني ته بلنه نه ده ورکړل شوې. هغه همدا راز زیاته کړه چې د ا.ا. د حکومت چارواکو له اسماعیل خان څخه وغوښتل چې په خپل هېواد کې پاتې شي، خو هغه له هېواده وتلی دی.
اړوند موضوعات:
لۀ افغان شخصیتونو سره د اړیکه نیولو کمیسیون پۀ هڅو امان الله غالب بېرته هېواد ته راستون شوی
اشرف غني احمدزي تر دې مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې د ا.ا. تر واکمنۍ لاندې به افغانستان ته نه ستنېږي