لۀ افغان شخصیتونو سره د اړیکه نیولو کمیسیون پۀ هڅو امان الله غالب بېرته هېواد ته راستون شوی
لۀ افغان شخصیتونو سره د اړیکه نیولو کمیسیون پۀ هڅو امان الله غالب بېرته هېواد ته راستون شوی
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون ویاند احمد الله وثیق ویلي چې د دغه کمیسیون په هڅو د برېښنا شرکت پخوانی رییس بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
(2022 / 6 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب هم بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون ویاند احمد الله وثیق ویلي چې د دغه کمیسیون په هڅو د برېښنا شرکت پخوانی رییس بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
نوموړي ویلي چې ا.ا غالب ته هرکلی وایي او په اړونده برخه کې به یې له تجربو او مشورو څخه ګټه واخلي.
وثیق زیاته کړې ده چې د افغان شخصیتونو د راتګ لړۍ روانه ده او په نږدې ورځو کې به ګڼ شمېر هېوادوال بېرته وطن ته راستانه شي.
تر دې وړاندې د ترانسپورت وزارت معین او د دفاع وزارت پخوانی ویاند هم د دغه کمیسیون په هڅو بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.