اسلامي امارت د کابل ښار اتمې حوزې مربوطاتو کې د داعش یو پټنځای کشف او له منځه یوړلو.
اسلامي امارت د کابل ښار اتمې حوزې مربوطاتو کې د داعش یو پټنځای کشف او له منځه یوړلو.
22 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو هغه داعش ترهګر تیره شپه ووېل کوم چې د کاج ښوونیز مرکز او وزیر اکبر خان جومات چاودنو کې ښکیل وه.
هغه په خپله اعلامیه کې زیاته کړه او وایي:
تيره ورځ او شپه د لوی الله ﷻ په نصرت د داعشیانو د يوې مهمې ش بکې په ضد د کابل په ختيځ کې د ځانګړو قطعاتو له لوري عمليات ترسره شول، لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې د داعشیانو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شو.
د عملیاتو په نتیجه کې یې د داعشي ملیشو شپږ تنه ووژل شول، له دوی څخه کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، منفجره مواد او يو عراده کرولا موټر هم تر لاسه شو.
اړوند موضوعات
کابل کې د داعش ډلې پر يو پټن ځای عمليات؛ يو وژل شوی او دوه تنه نيول شوي
په دې عملياتو کې وژل شوي داعشیان ټول هغه مجرمان وو چې د کابل د وزير اکبرخان مسجد
د دشت برچي سيمه کې د کاج په ښونيز مرکز او د نورو ځينو ملکي سیمو په بريدونو کې یې لاس درلود او د اسلامي امارت د کشفي ارګانونو لخوا أیژندل شوي وو.
په دې عملياتو کې یو مجاهد شهید او یوتن ټپي شو.