کابل کې د داعش ډلې پر يو پټن ځای عمليات؛ يو وژل شوی او دوه تنه نيول شوي

Taliban forces ride in a car during a Taliban military parade in Kabul, Afghanistan November 14, 2021. REUTERS/Ali Khara
د افغانستان اسلامي امارت ویاند وايي چې ځواکونو يې په کابل کې د داعش ډلې پر يو پټن ځای عمليات کړي چې په پايله کې د دې ډلې يو غړی وژل شوی او دوه تنه نيول شوي دي.
د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټوېټر ليکلي چې دغه عمليات د کابل ښار اړوند د خيرخانې په ۳۱۵ سيمه کې ترسره شوي چې يو شمېر وسلې او مهمات هم د ا.ا.ا ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې د دې ډلې يو شمېر نورو غړو د نيولو لپاره په ياده سيمه کې عمليات روان دي. ويل کېږي په نيول شويو کسانو کې يو بهرنی هم شامل دی.
د نيول شويو کسانو په اړه نور جزئیات لا تر دې دمه نه دي خپاره شوي.





