د صنعت وزارت له خصوصي سکتور سره د نفتي توکو د بیو د راټیټولو په قراردادونو کې ونډه اخلي.

د صنعت وزارت له خصوصي سکتور سره د نفتي توکو د بیو د راټیټولو په قراردادونو کې ونډه اخلي.
21 اکتوبر 2022
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هڅه کوي چې له روسیې سره د قرارداد شویو نفتي موادو د لېږد او پېرلو په برخه کې خصوصي سکتور ته ونډه ورکړي، څو دغه توکي پر خپل وخت د هېواد بازارونو ته ورسېږي او د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: “موږ غواړو چې خصوصي سکټور د حکومت په قرارداد کې شامل کړو، څو په راتلونکي ژمي کې د سون توکو بیې لوړې نه شي.”
له بلې خوا د خصوصي سکتور غړي له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه غواړي چې د ژمي د موسم له رارسیدو مخکې د بیو د لوړوالي د مخنیوي په خاطر د اړتیا وړ تیل د هیواد بازارونو ته وړاندې کړي.
د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافي وویل: که د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري په دې پروژو کار وکړي، زه فکر کوم چې موږ به له کومې ستونزې سره مخ نه شو او ښه ده چې پخواني قراردادونه تعقیب او عملي کړو. ”
د خصوصي سکټور غړي عبدالناصر رشتيا هم وويل: “د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د خلکو د پېرودلو ځواک هم ټيټ شوى او د دې ستونزې د حل يوازنۍ حل لاره د حکومت لپاره يو لړ اقدامات دي.”
اړوند موضوعات
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي: د نفتي توکو په بیو کې به له ۲۵ نه بیا تر ۵۰ سلنه کموالی راشي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې د سون توکو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو بيې لوړېږي او هېوادوالو ته ګڼې ستونزې رامنځته کوي.






