د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ” د ټولو لپاره لومړنی خبرداری” تر شعار لاندې ولمانځل شوه.

0
217

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ” د ټولو لپاره لومړنی خبرداری” تر شعار لاندې ولمانځل شوه.

21 اکتوبر 2022

د پیښو سره د مبارزې وزارت په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او پېښو سره د مبارزې د دولتي کمېسیون د ئیس په ګډون ولمانځل شوه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ، تیره ورڅ د روان کال د تلې په ۲۸مه د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند او د پېښو سره مبارزې د دولتي عالي کمېسیون رییس او د دغه کمېسیون د کابینې غړو په شتون کې په کابل کې ولمانځله.

 

په دغه پروګرام کې مولوي محمد سليم حقاني دپلان او پاليسی رئيس داسلامي امارت وزيرانو او ټولو امارتي کارکونکو ډيپلوماټانو دموئسساتو مسئولينو او د خيريه بنسټونو کارکوونکو او ټولو راغلو مېلمنو ته دښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه چې په افغانستان کي تل طبعي پېښي کیږي خو تېر کال د افغانستان په تاریخ کې یو خونړۍ کال وو، موږ د پېښی شهیدانو ته د مفغرت زخمیانو او متأثرینو ته د الهی نصرت دعا کوو او د هغه ټولو غمشریکو هیوادونو او اداراتو څخه مننه کوو چې زموږ له هیواد والو سره یې په سختو شرائطو کې یې مرستي وکړي، خو دا چې په افغانستان کې ژمي را روان دی هیله ده چې نوموړي په دې مرسته بسنه و نکړي موږ و نوموړو اداراتو ته د عدالت او شفافیت اطمینان ورکوو.

اسلامي امارت ته پکار ده چې هوډ وکړي چې افغانستان خود کفا او د نورو د احتیاجونو څخه خلاص هیواد جوړ سي څو تر څو به موږ له نړیوالو څخه سوال غواړو هیله ده چې تاجران، اقتصاد پوهان او امارت په ګډه د افغانستان د بسایني یو قوي پلان جوړ کړي.

ورسته مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل: دغه ورځ د لمانځنې وړ ده او موږ باید په راتلونکې کې د پېښو د خطرونو کمولو لپاره تدابیر ولرو.

 

نوموړي ووېل چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د مرستندویه موسسو سره په همکاري په ټول هیواد کې د پېښو له امله ۴۵۴ زره زیانمن شویو کورنیو ته رسېدنه کړې او د سپېرې، برمل، ګیان او ژړوکۍ ولسوالیو زلزلې ځپلو ۴۵۰۰ کورونو د جوړولو لړۍ یې پیل کړې ده.

 

هغه ووېل چې د نړیوالو او ملي موسسو څخه دا غوښتنه کوو ترڅو د پېښو د خطرونو په کمولو کې زموږ سره همکاري وکړي او د عدالت او روڼتیا په برخه کې پاملرنه وکړي.

ښاغلي مسلم ووېل چې مرسته رسونکي بنسټونه د لوایحو په چوکاټ کې اجازه لري چې هر ډول فعالیت وکړي او هیڅوک د هغوۍ مخه نشي نیولی.

 

وروسته نجیب الله کوهي او محترم شاه ولی د دولتي او غیردولتي موسسو استازو له ادارو سره د موسسو د پلانونو په شریکولو باندې ټینګار وکړ او ویې وېل چې موسسو د سیلابونو او زلزلې له امله زیانمن شویو ته د مرستو رسولو په برخه کې خپله دنده ترسره کړي ده.

 

ورته مهال ملا عبدالغني برادر د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون رییس دغه ورځ د پېښو د مدیریت په اړه د نظرونو د شریکولو لپاره د مناسبې ورځ په بللو سره ووېل چې وروستۍ زلزلې د زیاتو ځاني او مالي زیانونو لامل ګرځېدلي او اقلیمي بدلون هم د دې لامل شوی چې بی وخته بارانونو و اوري او دغه بارانونه له ځان سره سیلابونه درلودل چې زیات ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

 

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت مشرتابه د پېښو له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره خپلې زیاتې هڅې ترسره کړي دي.

 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ووېل: چې پر ودانیزو وسایلو باندې چې موسسې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د کورونو جوړولو لپاره وارد کوي مالیه به یې وبښل شي.
په دغه پروګرام کې محترم مولوي مطیع الحق، د افغاني سره میاشتې رییس، خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوی حمدالله نعماني د ښار جوړولو وزیر، او یونس مومند، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست، د زیانمن شویو لپاره او د پېښو د خطرونو کمولو د څرنګوالي په اړه د خپلو ادارو د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې.

 

په پاۍ کې ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د میلمنو او حکومتي مقاماتو له ګډون څخه په مننې سره ووېل افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د بشریت د سترې کورنۍ د یوې برخې په توګه د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی دی. طبیعي پېښې لکه سیلابونه، د ځمکې ښویدل، د واورې ښویدل، زلزله او نورې پېښې زموږ په هیواد کې په پراخه کچه پیښیږي.

اړوند موضوعات

ملابرادر: موږ مکلف یو چې د زیانمنو لاسنیوی وکړو او په راتلونکي کې د ولس د مرستې لپاره پوره چمتووالی ولرو.

 

هغه زیاته کړه چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت پېښو ته د رسېدو د چارو د همغږي کونکي ادارې په توګه زیانمن شویو ته د ځواب وینې او د بېړنیو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولې دې خو په کم لګښت سره مو د پېښو د خطرونو کمولو کوچنۍ وقایوي پروژې پلي کړي مګر بسنه نکوي خو د پېښو خطرونو کمولو لپاره ښه ګامونه دي.

Leave a reply