ملابرادر: موږ مکلف یو چې د زیانمنو لاسنیوی وکړو او په راتلونکي کې د ولس د مرستې لپاره پوره چمتووالی ولرو.
ملابرادر: موږ مکلف یو چې د زیانمنو لاسنیوی وکړو او په راتلونکي کې د ولس د مرستې لپاره پوره چمتووالی ولرو.
20 اکتوبر 2022
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند؛ د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې لمانځغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
محترم ملابرادر اخند په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته په وینا کې وویل: رامنځته کېدونکي طبیعي حوادث د الله تعالی له لوري دي، خو موږ او تاسې پر ځمکه د الله ج د بندهګانو په صفت یادو پېښو ته په تدبیر نیولو سره مکلف شوي یو.
متأسفانه روان اقلیمي بدلون او وروستي طبیعي حوادث د نړۍ تر څنګ، زموږ په ګران افغانستان کې هم د سختو او بې وخته بارانونو باعث شول، چې په پایله کې یې شدید سیلابونه راغلل او زموږ ولسونو ته یې ځاني او مالي تلفات واړول. همدارنګه زموږ د هېواد په جنوب-ختیځ کې سختې زلزلې وشوې چې خلک یې سخت متضرر کړل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د خپلو موجوده امکاناتو په کارولو سره کوښښ وکړ چې له زیانمنو شوو خلکو سره مرستې وکړي او ژوند یې وژغوري. موږ په دغه برخه کې له ټولو مسؤلو ارګانونو مننه کوو چې شپه او ورځ یې زحمت و ایست.
نوموړي د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې لمانځغونډې ته وویل، د حکومت په صفت موږ او تاسې مکلف یو چې د زیانمنو شوو لاسنیوی وکړو او په راتلونکي کې د ولس د مرستې لپاره پوره چمتووالی ولرو.
اړوند موضوعات
ملابرادر اخند: په افغانستان کې چې هر تجار اوسېږي، د هغه د مال، سر او عزت ساتل زموږ مسؤلیت دی.
ملابرادر اخوند په پکتیکا ولایت کې له زلزلو ځپلو سره د مرستو رسولو په دوام وویل، زه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په حیث په همدې مجلس کې اعلان کوم، چې د مؤسساتو لخوا د تېرې زلزلې له امله د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو په باب د ساختماني موادو رویالیټي مکمله معاف ده او پر مسؤلینو غږ کوم چې هلته د متضررو هېوادوالو د کورونو د ودانولو په چارو کې تسهیل وکړي.