ملابرادر اخند: په افغانستان کې چې هر تجار اوسېږي، د هغه د مال، سر او عزت ساتل زموږ مسؤلیت دی.

0
214

ملابرادر اخند: په افغانستان کې چې هر تجار اوسېږي، د هغه د مال، سر او عزت ساتل زموږ مسؤلیت دی.

19 اکتوبر 2022

د ریاست الوزراء اقتصادي معاون ملا برادر اخوند؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو په خزاني نندارتون پرانیست‌
غونډه کې وینا وکړه.

 

محترم ملا برادر اخند وویل، د دولت په صفت موږ باید پر دې تمرکز ولرو چې د افغانستان زراعت میکانیزه شي، په دې سره به بزګرانو ته هوسايي رامنځته شي.

 

د بزګرانو د حاصلاتو زیاتوالي لپاره مهمه ده چې کرنې وزارت پر دوی اصلاح شوي تخمونه وویشي. له طبیعي آفتونو څخه د بزګرانو او باغدارانو د کښتنو د ژغورنې لپاره له خصوصي سکټور څخه غواړم چې د زراعتي باکیفیته درملو پر تولید تمرکز وکړي او لږترلږه هېواد ته مناسب زراعتي درمل وارد کړي.

له تجارانو سره پوره همکاري د اسلامي امارت دنده ده. په افغانستان کې چې هر تجار اوسېږي، د هغه د مال، سر او عزت ساتل زموږ مسؤلیت دی. موږ د زراعت د ودې لپاره د کرنې وزارت پوره ملاتړ کوو.

موږ ته الله تعالی د سیمې په کچه غني هېواد راکړی دی، موږ باید په خپلو هڅو سره خپل ملت د نړۍ له احتیاج خلاص کړو او افغانستان په هره برخه کې خودکفا کړو.

دا ملت ډېر ستړی دی، زه پر ټولو مسؤلینو غږ کوم چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې و اوسي او د افغانستان د پرمختګ لپاره خدمت وکړي.

تیرې ادارې د افغانانو په نامه د میلیاردونو ډالرو په اخیستلو سره د پراخ فساد له امله دومره هم ونه کړل، چې نن افغانان لږ تر لږه د غنمو، وریجو، غوړو او حبوباتو د ضرورت له اړخه خودکفا شوي وای. د دې ملت او هېواد لپاره یې هېڅ هم نه دي کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي: پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي.

 

موږ پر ټولو افغان تجارانو غږ کوو چې خپله پانګه افغانستان ته راوړي او دلته په ګډه د افغانستان او افغانانو لپاره کار وکړي. په دې سره به هم دوی او هم هېوادوالو ته ګټه ورسېږي.

Leave a reply