د هند سمندري ځواک چورلکه د پیښې سره مخ شوې، چورلکه راغورځیدلې او تباه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د هند د پوځ وروستۍ چورلکه غورځېدلې ده.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د پوځ یوه پرمختللې سپکه چورلکه د اروناچل پردیش ایالت په اپر سیانګ ولسوالۍ کې غورځېدلې ده.
د هند د پوځ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وروستۍ چورلکه په موګونګ کلي کې غورځېدلې، چې هلته د رسېدو لپاره لاره نشته، د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې استول شوې دي.
چارواکو د چورلکې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې هم د هند د سمندري ځواکونو يوه MiG-29 جنګي الوتکه غورځېدلې وه
نور خبرونه
هغه کسانو له شرم کول په کار دي چې تعلیمي ادارې د شر او فساد خپرولو لپاره وکاروي: مریم اورنګزیب
اعتزاز احسن په پاکستان تحریک انصاف کښې د شاملیدلو خبرونه دروغ بللي دي