د عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه د میزان ۲۸مه) په کابل کې د زړه نړیواله ورځ ولمانځله.

0
149

د عامې روغتیا وزارت نن (پنجشنبه د میزان ۲۸مه) په کابل کې د زړه نړیواله ورځ ولمانځله.

20 اکتوبر 2022

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله اخندزاده د زړه د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په سلو کې ۷۵ فیصده مړینې په هغو هېوادونو کې د زړه د ناروغیو له امله کېږي چې کمزوري اقتصاد لري.

 

ښاغلی اخندزاده په دې اړه وايي: “هر کال شاوخوا ۱۷،۹ میلیونه کسان د زړه د ناروغۍ له امله مري، چې ۳۲ سلنه جوړوي او د زړه د ناروغۍ له امله ۷۵ سلنه مړینې په کمزورو اقتصاد لرونکو هېوادونو کې رامنځته کېږي.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له بهرنیو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د زړه د ناروغیو د درملنې په برخه کې دې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

دغه وزارت هم ټینګار کوي چې د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره دې د پوهاوي کچه لوړه کړي.

سره له دې چې اوسمهال په هېواد کې د زړه د ناروغيو درملنه روانه ده، خو د روغتيا وزارت د زړه له ناروغيو سره د مبارزې له بنسټونو غواړي چې د زړه د ناروغيو په درملنه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

له بلې خوا یو شمېر ډاکټران هیله مندي ښيي چې که د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه څانګه ورغول شي، د هېواد په روغتونونو کې به د درملنې او د زړه د عملیاتو اسانتیاوې رامنځته شي.

د ابن سینا روغتون رییس فریدون رحماني وايي: “زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د زړه جراحي په افغانستان کې ممکنه ده، موږ دا اسانتیاوې لرو او په دې برخه کې متخصصین لرو.”

اړوند موضوعات

کابل کې د روغتیا وزارت  له لورې د انتاني روغتون بېړنۍ څانګه او د PCR لابراتوار پرانیستل شو.

 

په همدې حال کې په افغانستان کې د زړه، سرطان او دماغي ناروغیو د درملنې د ټیټې کچې له امله هر کال زرګونه افغانان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته ځي.

Leave a reply