کابل کې د روغتیا وزارت  له لورې د انتاني روغتون بېړنۍ څانګه او د PCR لابراتوار پرانیستل شو.

0
231

کابل کې د روغتیا وزارت  له لورې د انتاني روغتون بېړنۍ څانګه او د PCR لابراتوار پرانیستل شو.

18 اکتوبر 2022

د عامې روغتیا وزارت پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نن د کابل انتوني روغتون بیړنۍ څانګه او PCR لابراتوار فعال شو.

خبرپاڼه زیاتوي، د روغتیا نړیوالې ټولنې په همکارۍ په انتاني روغتون کې بېړنۍ څانګه او د PCR لابراتوار فعال شو، چې د ساري ناروغیو په تشخیص او درملنه کې به نورې آسانتیاوې هم برابرې کړي.

خبرپاڼه

یادې پرانیستې د روغتیا وزیر قلندر عباد د دغو څانګو پرانیستل د ساري ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې یو ښه ګام بولي او زیاته یې کړه چې په دغه روغتون کې د ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره لا زیاتو اسانتیاوو او تشخیصي وسایلو ته اړتیا لرو.

اړوند موضوعات

کابل شهر ارا د سترګو روغتون کې ۹۵ سلنه د سترګو درملنه کیږي.

ډاکټر قلندر عباد په هېواد کې د کرونا ویروس کنټرول ته په اشارې سره وویل چې موږ دغه ویروس په ډېر بریالیتوب سره اداره کړی او تر دې دمه شاوخوا دولس میلیونه کسان د دغه ویروس پر وړاندې واکسین شوي او په ډېرو هېوادونو کې د کرونا واکسین تطبیقېږي. د دولسو میلیونو څخه د زیاتو خلکو روغتیایی سازمان یو هدف دی چې نړۍ په افغانستان کې ده.

Leave a reply