کابل شهر ارا د سترګو روغتون کې ۹۵ سلنه د سترګو درملنه کیږي.

0
91

کابل شهر ارا د سترګو روغتون کې ۹۵ سلنه د سترګو درملنه کیږي.

راپور حمادشیرزاد
9 اکتوبر 2022

کابل شهر ارا د سترګو روغتون مسؤلین وایي: دغه روغتون کې اوس د سترګو کامیابه ۹۵ سلنه درملنه کیږي او د ورځې تقریبا د ۱۵ څخه نیولې تر ۲۰ ناروغانو عملیات ترسره کیږي.

د یاد روغتون رئیس ډاکټر محمد بشیر عثماني وایي: یاد روغتون کې یې صحي خدمات د پام وړ ګرځولي او اوس په معیاري ډول دلته درملنه کیږي، یاد روغتون ته د ورځې د سلو څخه نیولې تر ۲۰۰ ناروغان ورځي، چ له جملې یې د ۱۵ او یا ۲۰ ناروغانو په اوسط ډول عملیات ترسره کیږي.

د یاد روغتون

نوموړي زیاته کړه چې یاد روغتون کې د معالجوي بخش تر څنګ تدریسي او تخصصي بخش هم شته، چې په اعلی سطحه متخصصین ډاکټران روزي.

د دغه روغتون یو تن ډاکټر صالحي وایي: د هیواد له ناروغانو غواړو چې د سترګو د درملنې لپاره بهر هیوادونو ته لاړ نشي او دلته یې بشپړه درملنه په معیاري ډول ترسره کولای شي.

د یاد روغتون مراجع ناروغان د دغه روغتون له خدماتو خوښي څرګندوي او یو تنه ناروغه چې تازه یې عملیات ترسره کړي وایي: چې زه د ټول پرسونل او په خاصه توګه له عملیاتي ډاکټر خوښه یم چې زما د سترګې عملیات یې په ښه ډول ترسره کړ.

د صحت عامې وزارت ویاند شرافت زمان عمار وایي: په کابل ولایت کې د چشمه نور په نوم د سترګو د درملنې ښه روغتون او وارډ لرو، چې په ښه ډول پکې درملنه ترسره کیږي او د دې تر څنګ په ولایتونو کې هم څانګې لرو.

اړوند موضوعات

افتتاح دوباره مرکز جراحی قلب شفاخانه صحت طفل از سوی طالبان

 

د یاد روغتون مسؤلین وایي: چې په دې وروستیو کې د دغه روغتون لپاره د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت طبي توکي اخیستل شوي، چې تر ډیره کچه یې د دغه مرکز ستونزې حل کړي.

Leave a reply