په کابل ښار کې د سړک جوړولو پنځه مهمې پروژې پرانیستل شوې.

0
95

په کابل ښار کې د سړک جوړولو پنځه مهمې پروژې پرانیستل شوې.

20 اکتوبر 2022

د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې له مخې په کابل ښار کې د سړک جوړولو پنځه مهمې پروژې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید لخوا په داسې حال کې چې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم، په فرهنګي چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز ریس انعام الله سمنګاني، د افغان دولت مرستیال ویاند بلال کریمي او د قطر په سیاسی دفتر کې د افغان دولت استازی عمار یاسر هم حاضر وو، پرانیستل شوې.

 

په روان کال کي د بګرامیو نساجي سړک په دوو برخو کې، په ټولیزه توګه (۲۵۳۰) متر په اوږدوالي او (۱۰.۵) متر پراخوالي، د کارته نو تپې په سر په دوو برخو کې په ټولیزه توګه د (۲۹۰) متر په اوږدوالي او بیلابیل پراخوالي، د وزیر محمد اکبر خان له پنځلسم سړک څخه د شیر پور تر لمړې سړک پورې د (۳۹۱) متر اوږدوالي او (۲۲.۵) متر پراخوالي سره د کابل ښاروالۍ له کورنۍ بودیجې څخه د (۷۱۰۰۰۰۰۰) افغانیو په لګښت، د سړک جوړولو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستلو ته وسپارل شول.

اړوند موضوعات

د پل خشتي لۀ پلۀ تر پل باغ عمومي پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

همداراز د (۷۳۰) متر په اوږدوالي او (۳۰) متر پراخوالې سره د امنیت پروژي – قلعه زمان خان سړک، د (۱۰۸۴) متر اوږدوالې او (۱۴.۱۶ او ۲۰) متر پراخوالي سره له وزیر محمد اکبر خان سیمې څخه تر قلعه موسی او بي بي مهرو پورې د نښلونکي سړک، د څنډو ویالو او د (۱۱۰۵) حجم په درلودلو سره استنادي دیوالونو په ګډون د جوړولو چارې نن پیل شوې.

Leave a reply