د امریکا او انګلستان په ګډون د نړۍ ۲۷هېوادونو پر اسلامي امارت د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو غږ کړی.

د امریکا او انګلستان په ګډون د نړۍ ۲۷هېوادونو پر اسلامي امارت د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو غږ کړی.
20 اکتوبر 2022
د امریکا، انګلستان او قطر په ګډو د نړۍ ۲۷ هیوادونو د اسلامي امارت څخه غوښتي چې د انجونو پر مخ ښوونځیو دروازې پرانیزي.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د نجونو د زده کړو محدودیت د افغانانو د هیلو خلاف دی.
لومړی د اسلامي امارت چارواکو د نجونو د زده کړې لپاره میکانیزم جوړ کړ، بیا یې له علماوو سره سلا مشورې وکړې او په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په اړه د خلکو حساسیت د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لامل بلل شوی دی.
دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د نړۍ 27 هیوادونو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه وکړه.
دغه اعلامیه چې تېره شپه ناوخته خپره شوه، انګلستان، قطر، امریکا، استرالیا، بنګله دیش، بلجیم، کاناډا، چاد، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لاتویا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، سریلانکا، سویډن، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او دوو ټاپوګانو لاسلیک کړ.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د نجونو د زده کړو محدودیت د افغانانو د هیلو خلاف دی.
د اسلامي امارت چارواکو د دې نړیوالې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي.
اړوند موضوعات
ذبیح الله مجاهد: تر شپږم پورته د انجونو ښوونځي به ډیر ژر او حتما پرانیستل شي.
یاده دې وي چې څو ورځې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وه چې په دې باندې به لوړه سطحه کار روان دی او زر به دا مسئله حل شي.





