کاناډا هیواد ته له پاکستانه ۳۱۱ نور افغان کډوال انتقال شول.
کاناډا هیواد ته له پاکستانه ۳۱۱ نور افغان کډوال انتقال شول.
20 اکتوبر 2022
د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي چې پرون يې په يوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباده ۳۱۱ نور افغان کډوال هم انتقال کړي دي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر ويلي چې له اسلام اباده تازه لېږدول شوي افغانان د کاناډا پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي دي.
یاده دې وي چې د طالبانو له راتګ سره امریکا او نورو متحدینو ټول هغه افغانان چې زرګونه تنه کیږي، چې له دوی سره یې کار کړی وي او یا هم خطر ورته متوجې وي، ځان سره اوباسل او لا هم زیات شمیر ورته په دریم هیواد پاکستان، تاجکستان او نورو هیوادونو کې انتظار دي.
اړوند موضوعات
هغه افغانان چې د طالبانو له راتګ وروسته کاناډا ته تللي، د حکومت او خلکو له دوه ګوني چلند سره مخ دي.
تیره ورځ المان هیواد پخپله تازه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دوی به هره میاشت زر افغان کډوال خپل هیواد ته راولي.